د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د ترکیې هیواد د بورسونو عمومي ریاست له مرستیال سره ولیدل

baqir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۴:۳۷
g

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د ترکيې هېواد د بورسونو عمومي ریاست له مرستیال سید یوسف سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو ملګرو هېوادونو تر منځ د علمي اړیکو په پیاوړتیا او ټینګښت باندې خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د دوست هېواد ترکیې څخه د بورسونو د زیاتوالي غوښتنې ترڅنګ د یاد هېواد څخه وغوښتل چې افغان زدکړیالانو ته په هغو څانګو کې چې د افغانستان د کار بازار اړتیا ورته لري د تحصیل او زده کړې لار هواره کړي. هغه همدارنګه د ترکيې د بورسونو د عمومي ریاست له مرستیال څخه د افغانستان پوهنتونو استادانو د علمي وړتیاوو لوړولو او څېړنو اسانولو په برخه کې د بورسونو د ورکولو غوښتنه هم وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه:"موږ هڅه کوو د هغو افغان فارغانو لپاره چې د دوست هېواد ترکیې او کوم بل هېواد څخه د فراغت سند لاسته راوړي وي د کار ښه فرصتونه برابر کړو."

د ترکیې هېواد د بورسونو عمومي ریاست مرستیال سید یوسف د لوړو زده کړو وزیر څخه د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل:"د ترکیې هېواد هر کال د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه شاوخوا ۲۲۰۰۰ زره غوښتونکي لري چې په ترکیه کې زده کړې کوي چې زیاته برخه یې افغان ځوانانو ته ځانګړې کېږي." همدارنګه هغه په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د ډېرو بورسونو د ورکولو ډاډ هم ورکړ.

د لوړو زده کړو وزیر د ترکیې هېواد د همکاریو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې هغه فارغان چې له ترکیې څخه راستانه شوي په بېلابېلو دولتي او خصوصي سکتورونو کې په خدمت کولو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS