د لوړو زده کړو په حوزه کې په رسمي توګه د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

د لوړو زده کړو وزیر او مرستیالانو، نن د دغه وزارت په انګړ او کابل طبي پوهنتون کې د نیالګیو په اېښودو سره، د لوړو زده کړو په حوزه کې په رسمي توګه د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ.
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر، د تحصیلي بنسټونو د چاپېریال زرغونوالي او پر روان یې اغېزو ته اشاره وکړه او له ټولو استادانو او محصلینو یې وغوښتل، چې په خپلو پوهنتونونو کې د ونو په کېنولو سره د ښاریتوب مسوولیت ادا کړي.
ښاغلي بصیر شنه سیمه او پاک چاپېریال د ټولنې د پرمختګ او فرهنګ نښه وبلله او په تحصیلي بنسټونو کې یې د ونو او شنو سیمو پر ساتلو ټینګار وکړ. دغه راز د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د کابل طبي پوهنتون ونو کېنولو په مراسمو کې هم ګډون وکړ او تر څنګ یې د دغه پوهنتون له درسي ټولګیو او د علمي کادر ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه.