د لوړ زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د علمي معینیت سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
۱۴۰۰کال، د مرغومې ۲مه
د لوړ زده کړو وزارت علمي چارو د معینیت شورا ناسته، د دغه وزارت د علمي معینیت سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د اکاډمیکو چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې، داکاډمیکو چارو د نظارت او ارزونې، د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړیکو، تالیف او ترجمعې، پلان او پالیسۍ، د عملي او خصوصي محصلانو چارو د پروګرامونو د پراختیا رییسانو ګډون کړی و.
د علمي چارو د شورا غړو له اجنډا سره سم د دریو استادانو د ماسټري د تېزس، د پینځو تحصیلي بنسټونو د ارزونې او د څو لوړو زده بنسټونو د غوښتنو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وکړې.