د لوګر لوړو زده کړو موسسې کتابتون ته ډیجیټلي آنلاین سیسټم فعالېږي

هغه غونډه کې چې نن په دې اړه جوړه شوې وه د لوګر لوړو زده کړو موسسې رییس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي، د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځيو رییسانو، مسوولینو، ګڼ شمېر استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.
د غونډې پیل سره سم د دغه علمي بنسټ د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد نوماند پوهنیار عبدالصبور فیضي، استاد جواد علي اخلاقي چې د کتابتون اړوند یې کوم ډيجيټلي آنلاین سيسټم جوړ کړی او نږدې راتلونکې کې به ګټې اخېستنې ته هم وسپارل شي؛ ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړل.
د لوګر لوړو زده کړو موسسې رییس د ښاغلي اخلاقي دا نوښت د پوهنتون لهپاره یو ویاړ وباله او زیاته يې کړه چې د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د ورته ډیجیتلي آنلاین سیسټمونو جوړول یو اړین ګام دی. نوموړي زیاته کړه چې دا سیسټم به د استادانو او محصلانو د مطالعې او ګټې اخېستنې لهپاره دیره ښه زمینه برابره کړي.
ښاغلي ستانکزي نوموړي استاد او ښاغلي فیضي ته د لاپرمختګونو هیله وښوده او ترڅنګ يې د نورو استادانو او اداري کارکوونکو څخه هم وغوښتل، چې د پوهنتون د لاپرمختګ په ځانګړې توګه د کتابتون د معیاري کېدو په موخه خپلې هڅې ونه سمپوي.