د لينکس سيسټم د مديريت ښوونيز ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۱:۳۰
ل

لوړو زده کړو وزارت کې نن د هیواد  ۱۹ لوړو زده کړو بنسټونو ۲۶ مسوولینو ته د معلوماتي ټیکنالوژۍ د لینکس(Linux )  عملیاتي سیسټم مدیریت ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رییس مصطفی یونس زاد ددې پروګرام د تمویلولو له‌پاره  د "TEIN* CC" دفتر له مرستې مننه وکړه او د لوړو زده کړو موسسو د معلوماتي ټیکنالوژۍ کارکوونکو ظرفیت لوړولو کې یې د لینکس عملیاتي سیسټم ښوونې پر اهمیت او د هیواد د لوړو زده کړو په برخه کې  یې پر هدفمند پرمختګ د یاد سیسټم اغیزمنتوب په اړه خبرې وکړې.  نوموړي وویل چې دغه ورکشاپ د معلوماتي ټیکنالوژۍ کارولو هغه کلتور چې د  لوړو زده کړو په بڼسټونو کې د پرمختګ او کیفیت بنسټ جوړوي پیاوړی کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټیکنالوژۍ رییسې پوهنمل شکریه جمال هم د ټیکنالوژۍ پر اهمیت او په تحصیلي بڼسټونو کې یې د اغیزمنې کارونې په اړه خبرې وکړې او په لوړو زده کړو کې یې د معلوماتي ټیکنالوژۍ کارولو په برخه کې د توقعاتو ډېرېدو ته په اشارې سره وویل؛ چې له نېکه مرغه د زېربناوو برخه کې ښه امکانات چمتو شوي او د کورونا  ناورین د دې لامل شو چې د هیواد د لوړو زده کړو په برخه کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ کارول خورا زیات شي.

نوموړې وویل چې د معلوماتي ټیکنالوژۍ سکټور د مسوولینو مسوولیت دا دی چې د ا. ا. ج. ستراتېژۍ سره سم د خپل کاري ظرفیت لوړولو سره د هیواد د لوړو زده کړو برخه کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ ښو خدمتونو د کیفیت ودې او پرمختګ لپاره ښې زمینې برابرې کړي.

له دې سره د ګوهرشاد پوهنتون مالی او اداری مرستیال او د دې پروګرام همغږي کوونکي صفرعلی آیین هم  د علم او پوهې په پرمختګ کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ د رول په اړه خبرې وکړې،  د علم او پوهې د ودې او د ټولنې او هیواد  په پرمختګ کې یې د دې برخې غوره مدیریت اړین وباله.

د لینکس عملیاتي سیسټم استاد محمد مصطفی نایر په وینا، دا پروګرام به پنځه ورځې دوام وکړي او ډیری درسونه به یې په عملي کار سره ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال 29 پوهنتونونه د نوري فایبر شبکې سره تړلي او 14 پوهنتونونه د معلوماتي ټیکنالوژۍ (ICT) مرکزونو باندې مجهز دي، چې د دې  په کارولو سره به هیواد کې دننه د څانګو، پوهنځیو، پوهنتونو او د سیمې او نړۍ په کچه پوهنتونونو سره د وصل  کېدو امکان برابر شي او دا ټول مثبت او اړین بدلونونه د مسلکي ظرفیتونو لوړولو او د معلوماتي ټیکنالوژۍ مسوولینو په هڅو پورې تړاو لري.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱۰
Background image

د پوهنتونو لابراتوارونو فعالولو لپاره د ۲۷۰ میلیونو افغانیو په ارزښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۹:۱
Background image

د کابل عبدالله بن مسعود رضي الله عنه جامعې له افتاء او قضاء څانګې څخه ۷۱ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول

 

په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل چې تاسو به د خپل مسلک اړوند قضاء، افتاء او نورو علمي برخو کې کار کوئ او زیاته یې کړه: «په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۷:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون طب پوهنځي په فراغتغونډه کې د ګډون او وینا سربېره د سترې محکمې له قضایي مرستیال او د جنوب لویدیځ زون د تمیز له عمومي رئیس سره هم لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون طب پوهنځي محصلینو په فراغتغونډه کې وویل، چې اسلام موږ ته د علم پر حاصلولو او زیاتوالي امر کړی دی. . .

BACK TO NEWS