د لیسانس په کچه د پاکستان هېواد د ۵۰ سیټه بورسونو خبرتیا!

Azizorayakhel.admin
mohe

کابل مېشت د پاکستان سفارت هغو کسانو ته چې د ۱۳۹۷ پر ۱۳۹۸ کال کانکور په ازموينه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وي د دوی د لوړو زده کړو وزارت (HEC) له لوري د لیسانس په سويه د پنځوسو تحصيلي بورسونو د ورکولو خبر ورکړی.
په شرایطو برابر هغه کانديدانو ته چې نومونه یې په لیست کې شامل وي خبر ورکول کېږي چې د نوم ليکنې او فورم اخیستلو لپاره دې د خپلو اسنادو (شهادتنامه او تذکرې) سره يوځای د ۱۳۹۸/۱۲/۲۳ نيټې څخه وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش ۲۱ غرفې ته مراجعه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د ظرفيت درې چنده له هر ولايت څخه غوښتنه شوې،په هغه صورت کې چې ټول کاندیدان د بورسونو نه د ګټې اخیستنې لپاره حاضر شي نو له کاندیدانو څخه د لوړو نمرو لرونکي به انتخابېږي.

د ۱۳۹۷ پر ۱۳۹۸ کال کانکور آزموينې د لوړو نمرو ترلاسه کوونکو کاندیدانو د لیست کتلو لپاره پر لاندې لینک کلېک وکړئ!

د ۱۳۹۷ پر ۱۳۹۸ کال کانکور آزموينې د لوړو نمرو ترلاسه کوونکو کاندیدانو لیست

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements