د محصلینو او فاضلانو د پام وړ!

خبرتیا!
د محصلینو او فاضلانو د پام وړ!
د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو ریاست په ماسټرۍ برنامو کې لاندې تخصصاتو کې د ۱۴۰۱ هـ ش کال لپاره محصلین او فاضلان مني.
۱ـ د تفسیر او علوم قرآن تخصص.
۲ـ د حدیث او علوم حدیث تخصص.
۳ـ د افتاء او قضاء تخصص.
۴ـ د دعوت او ارشاد تخصص.
۵ـ د اسلامي اقتصاد او بانکوالۍ تخصص.
د تخصصاتو (ماسټرۍ) برنامو لپاره د نوم لیکنې بهیر د (۱۴۴۳ هـ ق کال شوال ۱۲) نېټې څخه پیل او د (۱۴۴۳ هـ ق د شوال تر ۱۷) نېټې پورې، چې د (۱۴۰۱هـ ش کال د ثور ۲۲) نېټې څخه تر (۱۴۰۱ د ثور ۲۸) سره سمون خوري، دوام لري.
تحریري ازموینه د شوال په ۲۰ مه نېټه اخیستل کیږي.
د تخصصاتو (ماسټرۍ) په ټولو برنامو کې د محصلینو او فاضلانو د منلو شرایط په لاندې ډول دي:
۱ـ د لېسانس سند او د نمرو ټرانسکريپټ درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شي ( اصلي او کاپي).
۲ـ د لېسانس او یا لوې دورې د نمرو سلنه یې لږ تر لږه ۷۵٪ وي.
۳ـ د تابعیت اصلي تذکرې او دوه قطعه تازه عکسونو درلودل.
۴ـ د دیني جامعاتو د فراعت سند درلودل.
غوښتونکي باید لاندې موارد په پام کې ونیسي.
غوښتونکو ته د نوم لیکنې فورمې په اړوندو ډيپارټمنټونو کې توزیع کېږي.
یادونه: هغه غوښتونکي، چې راتګ لاس رسی نه لري، هغوی دې پورته یاد شوي اسناد د (پي. ډي. اف – P.D.F) د فایل په بڼه لاندې ایمیل ادرس ته را ولیږي.
ایمیل: Takhsus55@gmail.com