د محصلینو عملي کارونو او مالیې وزارت کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د البیروني پوهنتون او مالیې وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک پر اساس به د البیروني پوهنتون محصلین د عملي کارونو او تجربو په پار، مالیې وزارت ته ورپېژندل کېږي او په مقابل کې به یې البیروني پوهنتون د مالیې وزارت کارکوونکو په ظرفیت لوړونه کې همکاري کوي.
دغه هوکړه لیک د البیروني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار مشتاق حق یار او د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس تر منځ لاسلیک شو.