د مرکزي زون دولتي پوهنتونونو د تضمین کیفیت مسؤلینو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې نوي چوکاټ د تشریح څلور ورځنۍ ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۲:۱۴
fjdskflj

د ورکشاپ د پایناستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو سرپرست معین شیخ ظاهر خان خادم وویل: «د لوړو زده کړو وزارت رهبري په دې هڅه کې ده چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو کیفیت لوړ او له نړیوالو معیارونو سره سم کړي.» 

د محصلانو چارو سرپرست معین د یاد ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې د ټولنې پر وړاندې خپل مسؤلیت اداء کړي او په تحصیلي بنسټونو کې یې د تضمین کیفیت د معیارونو پر عملي کولو ټینګار وکړ. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس استاد شاکر وحیدي د یاد ورکشاپ له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: «موږ د دې ډول ورکشاپونو د لارښوونو پر عملي کولو سره د تحصیلي بنسټونو ټولې تخنیکي او مسلکي اړتیاوې پوره کولی شو.»

وروسته د پروان پوهنتون علمي مرستیال دوکتور عبدالحق حنیف د ورکشاپ د ګډونوالو په استازیتوب د لوړو زده کړو وزارت څخه د مننې تر څنګ، د دا ډول ګټورو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ. 
محفل د  ورکشاپ ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو او د خیر په دعاء  سره پای ته ورسېد. 
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS