د مشرتابه شورا نوبتي ناسته د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر په مشرۍ تر سره شوه

د دغې ناستې په پیل کې د لوګر او کابل سیدالشهدا ښوونځي بریدونه وغندل شول او شهیدانو ته د الله تعالی له دربار څخه د جنت او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه وشوه.
له اجنډا سره سم علمي کادر ته د شاملېدو غوښتونوالو پروژه لرونکي ماسټرۍ اسنادو د معادلت طرحه، چې د ملکي لوړو زده قانون ۳۲مادې په رڼا کې، له پولې هاخوا تحصیلي اسنادو ټاکلو او ترفیعاتو او ارزونې ریاست موظف پلاوي او همدارنګه د علمي چارو د معینیت شورا لخوا هم تایید شوې وه، ناستې ته وړاندې او له هر اړخیزو بحثونو وروسته د رایو په اکثریت تایید شوه.
همدارنګه په دغه ناسته کې (د سولې لارې نقشه) کتاب چې د ولسمشر له لوري تالیف شوی، د ناستې غړو ته وروپېژندل شو.
د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر د ولسمشر ارزښتناکو لیکنو په اړه وینا وکړه او اړوندو ریاستونو ته یې سپارښتنه وکړه چې یاد اثر او نور اثرونه چې د ولسمشرۍ عالي مقام له لوري خپرېږي، له تحصیلي بنسټونو سره شریک کړي. دغه راز یې په اړه علمي کنفرانسونه او سیمینارونه جوړ او پایلې یې د ولسمشرۍ د چارو له ادارې سره شریکې شي.
د یادولو ده چې د سولې لارې نقشې کتاب مخکتنه تېره اونۍ د دغه وزارت علمي معین په شتون کې د چارو ادارې په عمومي ریاست کې د دغه ریاست رییس فضل محمد فضلي په مشرۍ ترسره شوه او همدارنګه اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې نوموړی کتاب او د دغې ملي پروسې د لا غني کولو په پار له تحصیلي بنسټونو سره شریک او د هېواد اکاډمیکې ټولنې نظرونو او وړاندیزونو له توحید څخه وروسته د ولسمشري عالي مقام سره شریک شي.