د معلوماتي ټیکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت کې جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۲۶ - ۹:۵۴
یکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس

لوړو زده کړو وزارت کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس د «ډیجيټلي ستراتیژۍ پلي کول» تر سرلیک لاندې تر سره شو.

د دې کنفرانس د پیل په غونډه کې د جمهوري ریاست د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي، د محصلینو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بری صدیقي او د لوړو زده کړو سرپرست، ددې وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور احمد سیر مهجور، د برلین تخنیکي پوهنتون استاد او د معلوماتي ټیکنالوژۍ د خلاقیتونو د مرکز رئیس ډاکټر نذیر احمد پیروز، د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمیر رئیسانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال پوهاند بری صدیقي وویل چې لوړو زده کړو وزارت د روڼې حکومتولۍ او د خدمتونو د وړاندې کولو په ډیجيټلي کولو کې زیاتې هڅې کړېدې. دوکتور صدیقي وویل روڼتیا، ښې حکومتولۍ او د ښو خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوو ته رسیدل یې د الیکټرونیکي حکومتولۍ تر دودولو او د افغانستان په اداري نظام کې د هغې پیاوړي کولو پورې تړلي وبلل.

پوهاند بری صدیقي ددې وزارت د مهمو لاسته راوړنو د بیانولو تر څنګ ددې هیله مندې وښوده چې له معاصرې ټیکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې د دود بنسټیز کولو او د هغه له طرحې او پراختیا سره به د افغانستان د علمي او اداري خدمتونو د وړاندې کولو په تګلاره کې تاثیر لرونکي بدلونونه را مینځته شي.

وروسته د ملي امنیت سلاکار دوکتور حمد الله محب، لوړو زده کړو وزارت کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس جوړول په دې وزارت کې د بدلونونو د رامینځته کیدو نښه وبلله او ددې سیسټم د دودولو لپاره یې په لا زیاتو هڅو کولو ټینګار وکړ.

یکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار معلوماتي ټیکنالوژۍ د هیواد لپاره مهمه وبلله ویې ویل د ټیکنالوژۍ د وړتیا تر څنګ، د هغې څخه د کار اخیستنې وړتیا هم باید په دولتي ادارو کې پیاوړې او حمایت شي تر څو په تدریجي توګه سره د هر اړخیزې الیکټرونيکي حکومت لرنې لپاره زمینه برابره شې.

نوموړي له دوکتور نذیر احمد پیروز څخه چې له څو کلونو را پدېخوا د معلوماتي ټیکنالوژۍ د پیاوړتیا په باره کې هڅې کوي او همدارنګه د برلین د تخنیکي پوهنتون د مرستو څخه مننه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي له ټیکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې موضوع د هیواد په اداري مدیريت کې د مثبت بدلون لامل وبلله ویې ویل: « له ټیکنالوژۍ په ګټې اخیستنې کې د بریالیتوب لومړی شرط، د هغې په اهمیت پوهیدل او زموږ د اړتیاوو همغږي کول دي.» ښاغلي هاشمي همدارنګه وویل چې د افغانستان حکومت پدې نظر دی چې د یوې لویې اجنډا په جوړولو سره، داسې بدلونونه را مینځته کړو چې د خدمتونو وړاندې کول ساده شي او د پرمختګ شرایط ورته برابر کړو.

یکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس

همدا ډول په کابل کې د آلمان د سفیر پیغام هم غونډې ته وویل شو چې په یاد پیغام کې یې د ټیکنالوژۍ په ډګر کې د افغانستان د پرمختګ څخه د خپل متبوع هیواد حمایت ښکاره کړی و او په دې زمینه کې يې د هغه هیواد له مرستو څخه یادونه وکړه.

د معلوماتي ټیکنالوژۍ د خلاقیتونو د مرکز رئیس ډاکټر نذیر احمد پیروز د ډیجیټلي ستراتيژۍ د جوړښت د پروسې په اړه معلومات ورکړل د پریزینټیشن په ترڅ کې یې ددې ستراتیژۍ د جوړښت په څرنګوالي، امنیت، همغږۍ او په مؤثر ډول پلي کولو باره کې یې پوره معلومات وړاندې کړل.

ټیکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس

د پروګرام په پای کې د هیواد د بیلابیلو پوهنتونو له محصلینو څخه پنځو تنو ته چې خلاقیتونه یې د معلوماتي ټیکنالوژۍ په نندارتون کې د لوړ مقام ګټونکي شوي و د هغوی پروژې معرفي شوې.

یکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس

دغه غونډه د معلوماتي ټيکنالوژۍ په ډګر کې خلاقو محصلینو ته د جوایزو او تقدیرنامو په ویشلو سره پای ته ورسیده.

ټیکنالوژۍ پنځلسم ملي کنفرانس
ټاکل شوې د کنفرانس د دوو نورو ورځو په ترڅ کې، دری ورکشاپونه د ډیجیټلي زده کړو، تنظیم او مدیریت په باره کې د کمپیوټر ساینس د استادانو او محصلینو په ګډون سره جوړ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS