د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استادانو ته دیني- علمي سیمینار دایر شو.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۱۵:۵۴
Sfghfddg

 

یاد سیمینار، چې دوه ورځې به دوام وکړي، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست او ننګرهار پوهنتون په همغږۍ جوړ شوی، چې د ننګرهار پوهنتون او د ننګرهار ولایت د شپږو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو نږدې زر تنه استادان او د علمي کادر غړي په کې برخه لري. 

د سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون او د ننګرهار ولایت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د مشرتابه او استادانو سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، سلاکار او د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلینو او علما کرامو برخه لرله. 

په دغه سیمینار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په خپلو خبرو کې د بهرني کلتوري یرغل د مخنیوي او د محصلینو او ځوانانو د فکري روزنې لپاره د دغه ډول سیمینارونو دایرول مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې د فکري روزنې د بحثونو لړۍ باید پوهنځیو او صنفونو ته وغځېږي.

دوکتور خیرخواه زیاته کړه: « زموږ پوهنتونونه باید د مسلکي زده کړو تر څنګ د ټولنې او انسانیت د ژغورنې په مرکزونو بدل شي.» 

همداراز د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یاد سیمینار په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او هغه یې د پوهنتونونو او دیني مدارسو او په ټوله کې د دیني او عصري علومو د نږدیوالي لپاره اړین وباله.

نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه مننه وکړه او په راتلونکې کې يې د ورته نورو سیمینارونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت مقام سلاکار شیخ عبدالله سیحان، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د خصوصي پوهنتونونو په استازیتوب د روښان لوړو زده کړو موسسې رئیس فاتح ګل شینواري د غونډې نور ویناوال وو، چې د یاد سیمینار په دایرېدلو یې خوښي وښوده او په راتلونکې کې یې د ورته سیمینارونو په جوړېدلو تاکید وکړ.

د سیمینار په دویمه برخه کې د ننګرهار د علماوو او متنفذینو شورا رئیس شیخ الحدیث حضرت جان او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد شیخ الحدیث ضیاءالله حکیمي د (د ټولنې په جوړښت کې د ښه نیت او اخلاص اغېز) او (د بریالي استاد صفات او وظیفوي امانتداري) تر سرلیکونو لاندې موضوعات ارایه کړل او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې د ګډونوالو استادانو پوښتنې ځواب کړې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS