د ننګرهار پوهنتون جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې د درېيمې دورې ۶۷ تنه فارغانو د پروژو دفاع پيل شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۹:۱۱
g

 په هغه ناسته کې چې په دې اړه جوړه شوې وه؛ د ننګرهار پوهنتون مشر پوهاند ډاکټر خليل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی ډاکټر محمد حامد کډوال، د ساينس پوهنځي مشر پوهندوی صفت الله شاکر او د یاد پوهنځي استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

 د ننګرهار پوهنتون مشر پوهاند ډاکټر خليل احمد بهسودوال وویل؛ چې افغانستان د کانونو له پلوه د سيمې په کچه غني هېواد دى، چې د استخراج لپاره يې مسلکي کادرونو ته اړتيا ده.

 نوموړي زیاته کړه؛ د خوښۍ ځاى دى چې ننګرهار پوهنتون نن ورځ د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري مسلک کې ۶۷ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.

 نوموړي فارغانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د وخت اړتیاوو ته په کتو به د یادې څانګې د پرمختګ او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړي او د امکان په صورت کې به یې په خپلواک پوهنځي بدل کړي.

 د ساينس پوهنځي مشر پوهندوی صفت الله شاکر د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې پر ارزښت خبرې وکړې او په ياده برخه کې يې د لسګونو محصلينو فراغت ستره لاسته راوړنه وبلله او له فارغانو یې وغوښتل چې خپل فراغت وروستى ونه ګڼي او په اړونده څانګه کې لا زياتې زده کړې وکړي، تر څو د هېواد د کانونو د استخراج په برخه کې شته تشه ډکه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

BACK TO NEWS