د ننګرهار پوهنتون مرکزي لیلیه کې د فلتر اوبو او د برېښنا ځانګړي سیسټم پروژې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو په وینا د برېښنا ځانګړي سیسټم پروژه، د یوې میاشتې په موده کې د ننګرهار برېښنا ریاست په همکارۍ د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت تکمیل شوه، چې پر اساس یې د پوهنتون مرکزي کمپس د درونټې له برېښناکوټ سره د رهایشي کورونو څخه د جلا لینونو په واسطه وصل شو.
د یادونې وړ ده چې د دې سیسټم په جوړېدو سره به د پوهنتون د برېښنا پارچاوۍ ستونزه تر ډېره بریده حل شي.
همدارنګه د (پرمختګ او هوساینې لپاره د مرستې لاس (HHRD) مؤسسې) له لوري په مرکزي لیلیه کې د فلتر اوبو سیسټم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو د یادو پروژو په تکمیل کې ټولو مرسته کوونکو ته کور ودانی ووايه.