د نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، دایکندي، بلخ او هلمند تحصیلي بنسټونو د سولرفتو او لتاییک سیسټم پروژه، چې (۸) لاټه ده؛ (څلورم، پنځم او اتم) لاټونه
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره: (L4,L5,8) MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010/Re-Bid
لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د نورستان، زابل، کندهار، فراه، پکتیکا، دایکندي، بلخ او هلمند تحصیلي بنسټونو د سولرفتو او لتاییک سیسټم پروژه، چې (۸) لاته ده؛ (څلورم، پنځم او اتم) لاټونه او همدارنګه د داوطلبۍ شمېره یې /Re-Bid MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-010 ده، ګډون وکړي او خپل سر تړلي آفرونه له شرطپاڼې او د ا.ا.ج د تدارکاتو قانون او له چلنلارې سره سم وړانډې کړي.
شرطپاڼه له لاندې پتو تر لاسه کړئ: له www.npa.gov.af ،www.ageops.net وېبپاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست. د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴/۲/۱۴۰۰ د سهار تر ۱۰ بجو ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۱۴مه، د سې شنبې ورځ په ۱۰بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې ترسره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.
د آفر د ضمانت بیه:
۴ـ څلورم لاټ (فراه د لوړو زده کړو موسسه) ۲۳۰،۰۰۰ افغانۍ
۵ـ پنځم لاټ (پکتیکا د لوړو زده کړو موسسه) ۲۰۰،۰۰۰ افغانۍ
۸ـ اتم لاټ (هلمند د لوړو زده کړو موسس) ۱۷۰،۰۰۰ افغانۍ
د درېواړو لاټونو د تضمین ټولګه: ۶۰۰،۰۰۰ افغانۍ
د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.
بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.
د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده.
یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال د غویي په ۴مه، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸