د نړیوال بانګ له مسوولانو سره د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري معینانو ویډیو کنفرانس

د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري معینانو د نړیوال بانک له مسولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې ناسته وکړه چې موخه یې د هېواد د لوړو زده کړو وزارت لا پیاوړتیا لپاره د نړیوال بانک مرستو غزول وو.
په دغه ناسته کې د وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي او مالي او اداري معین نور احمد درویش د لوړو زده کړو پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د نړیوال بانک مرستې وستایلې، د دې سکتور د کیفیت لوړولو لپاره د مرستو د اغېز په هکله یې ویناوې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت معینانو د وزارت د پرمختګ او پروګرامونو په هکله مسولانو ته توضیحات ورکړل او د نړیوال بانک د ملاتړ غوښتونکي شول څو ځينې نور پروګرامونه چې لومړیتوبونه لري پلي او بشپړ شي.
دغه پروګرامونه د علمي څېړنو بنسټيز کولو، معلوماتي ټکنالوژۍ پیاوړتیا، د زیربناوو تامین، د لابراتوارونو تجهیز، د جنډر پروګرامونو پلي کول، د تحصیلي نصابونو نوي کول یا د اوسمهال غوښتنو سره برابرول او د هېواد تحصیلي نظام پر ښه والي متمرکزې وې.
په نړيوال بانک کې د افغانستان د لوړو زده کړو برخې مشر هارشارد اتیوروپاني په یادو برخو کې د لوړو زده کړو وزارت له پروګرامونو څخه د ملاتړ ترڅنګ یاد پروګرامونه د همدې سکتور د پراختیا لپاره اړینې وګڼلې او په اړه یې خپل هر ډول ملاتړ څرګند کړ.
د جنډر په برخه کې د نړیوال بانک سلاکارې روشني ماري ابینزار، د لوړ زده کړو برخې سلاکار جاوید احمدي او په نړيوال بانک کې د لوړو زده کړو مرستیال صوفي زاده هم د هېواد د لوړ زده پراختیا او پیاوړتیا لپاره دوه اړخیزو همکاریو په هکله بحث وکړ او نظرونه یې سره شریک کړل.
په پای کې نړیوال بانک د لوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل څو خپل وړاندیزونه په رسمي توګه د نړیوال بانک دفتر ته واړندې کړي څو پرې ډېر کار وشي او د لوړو زده کړو درېیم ستراتیژيک پلان کې شامل شي.
د یادوني وړ ده چې د لوړو زده کړو پراختیا پروژه (HEDP) تر ۲۰۲۲ کال پورې بشپړېږي خو د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز پر بنسټ به دا پروژه د نړیوال بانک لخوا وغزول شي.