د هرات، فراه، غور، بادغیس، او نېمروز دولتي پوهنتونونو لپاره د امامانو او مبلغانو ازموینه په هرات پوهنتون کې واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ، د پوهنتون رهبرۍ او مسؤلینو په حضور کې، د هرات، فراه، غور، بادغیس، او نېمروز دولتي پوهنتونونو د درېیم او څلورم بستونو لپاره د امامانو او مبلغانو څخه په یاد پوهنتون کې ازموینه واخیستل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي په مشرۍ مفتي نذیر احمد احمدي خبرې وکړې او ویې وویل: « عالمان په تحصیلي بنسټونو او د نوي نسل سالمه روزنه کې حیاتي رول لري، دوی به د تحریري او تقریري ازموینو او علمي سیمینارونو له لارې په درېیم او څلورم بستونو کې وګمارل شي او دا پروسه په کلی توګه شفافه ده.»
همدارنګه د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د ازموینې پر شفافیت د ټېنګار ترڅنګ یادو نوماندانو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول توان هڅه کوي، چې حق - حقدار ته وسپارل شي.
۱۴۴۴/۴/۲۲هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۲۶هـ.ش ۲۰۲۲/۱۱/۱۷ م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر