د هرات پوهنتون د دري څانګې د ماسټرۍ پروګرام خبرتیا

baqir_hiadari

د هرات پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي په نظر کي لري چې د ماسټرۍ پروګرام نوی دورې د ۱۳۹۸- ۱۳۹۹ تحصیلې کال لپاره د دري څانګې په برخه کې محصلین جذب کړي.

نوموړي پروګرام ته ټول واجد شرایط مینوال کولۍ شي د نوم ثبتولو لپاره  د هرات پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام د فارغانو چارو مدیریت ، د ساینس پوهنڅي ته څیرمه د ثبت او راجسټر شعبې ته مراجعه وکړي او د نوم ثبتولو فورم د ۵۰۰ سوه افغانیو په ورکړې سره لاسته راوړي او د فورم له ډکولو وروسته د اړتیا وړ اسنادو سره د دري څانګې د ادبیاتوپوهنځۍ د ماسټرۍ پروګرام ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې د نوم ثبت او راجسټر پروسه د ۱۳۹۸ کال د کب تر ۱۵ نیټې پوري تمدید شوی ده او هغه غوښتونکې چې د لیسانس سند لري کولای شې فورم تر لاسه کړي.

د اړتیا وړ اسناد:

  1.  د تابعیت تذکره( اصلې)
  2. دوزارت لخوا  تایید شوۍ  د لیسانس دورې څلور کلن تراسکرپت حد اقل ۶۵٪ سلنه 
  3. د لیسانس دورې ډیپلوم چې  د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي (اصلې)
  4. ۱۰ قطعې عکسونه( ۴*۳ )  چې بګرونډ یې سپین وی.
  5. د اکادمیکو اشخاصو لخوا د دوه تائید لیکونه (ریفرنس لیټره )

د فوق لیسانس کمیټې د  (۱۱) پروتوکل د ۲۶/۸/۱۳۹۸ نیټې سره سم  د ښوونې او روزنې پوهنځي – د پشټو او انګلیسې څانګې او د ادبیاتو پوهنځۍ  آلمانې ، عربې د پشټو او انګلیسې څانګې ورتوالۍ لري.

د دولتې پوهنتونو او د خصوصې لوړوزده کړو موسیسې د  دری فارسې ژبو ادبیاتو څانګو فارغان او  د ښوونې او روزنې پوهنځیو د دري او پشټو څانګې فارغان، د ادبیاتو اوبشري علومو پوهنځیو  د دري ژبو او ادبیاتو، انګلیسې، پشتو او عربې څانګو فارغان کولای شې فورم ترلاسه کړي.

 د یادونې وړ ده چې د آزموینې ( بهرنۍ ژبې) په ۲۵/۱۲/۱۳۹۸ نیټه واخیستل شې او د یادې ماسترۍ پروګرام د شامیلیدو اختصاصې کانکور آزموینه به وروسته د  هرات پوهنتون د انټرنیتې پاڼو او ویب سایټ له لاری غوښتونکیو ته اطلاع رسانې وشې.

 د معلوماتو لپاره د اړیکې شمیره ( ۰۷۹۸۵۹۱۹۷۰- ۰۷۲۹۸۸۹۲۰۶- ۰۴۰۲۲۲۶۷۶۹ )

برښنایې پته : ahmsdghanikh@gmail.com

Latest announcements

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۷:۱۷
Background image

د پاکستان هیواد د بورسونو (۵۰) تحصیلي سیټونو لپاره د (۱۳۹۸) کانکور لوړو نمرو لرونکو خبرتیا او لیست

په کابل کې میشت د پاکستان اسلامي جمهوریت محترم سفارت د خپلې یادونې په ترڅ کې د پاکستان هیواد د لوړو زده کړو کمیسیون  HEC له طرفه د افغانستان د کانکور (۵۰) تنو د لوړو نمرو لرونکو لپاره د . . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۱ - ۸:۷
Background image

د هندوستان هېواد د ICCR بورسونو د ماسټرۍ او دکتورا کاندیدانو د انګلیسي ژبې د آزموينې خبرتیا

د هندوستان هېواد د ICCR بورسونو د ماسټرۍ او دکتورا هغه قدرمنو کاندیدانو ته چې د آزموینو ملي ادارې په آزموینه کې بریالي شوي او بل پړاو ته يې لاره موندلې خبر ورکول کيږي، چې په کابل کې د . . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۹:۲۳
Background image

د هرات پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټرۍ پروګرام خبرتیا

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ په نظر کي لري چې د ماسټرۍ پروګرام نوی دورې لپاره د د ادارې او تجارت په برخه کې محصلین جذب کړي.

نوموړي پروګرام ته ټول واجد شرایط مینوال کولۍ شي د نوم . . .

Back to announcements