د هرات پوهنتون د شرعياتو او حقوقو له پوهنځيو ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان وستايل شول

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۰:۴۱
a

د هرات پوهنتون له حقوقو او شرعياتو پوهنځيو څخه هغه ۱۰۰ تنه فارغ التحصيلان چې د سترې محکمې په يو دېرشم قضايي ستاژ دوره کې بريالي شوي وو وستايل شول.

په دې دوره کې له ۹ زره ډېرو سيالي کوونکو ګډون کړی و چې د هرات پوهنتون د ۱۰۰ تنه فارغينو په ګډون ۳۰۰ تنه قضايي ستاژ ته بريالي شول.

د دې ستاژرانو د تقدير په محفل کې، د هرات پوهنتون رييس پوهنوال دوکتور عبدالله فايز، د قضايي ستاژ برياليو ته مبارکي وویله او په قضايي ستاژ کې يې د هرات پوهنتون د ۱۰۰ تنو محصلينو بريالي کېدل د دې بنسټ له پاره لويه لاسته راوړنه وبلله.

پوهندون عنايت الله صديقيار د احاديثو او ایتونو په استناد سره ځوان قاضيان عدالت کولو ته وهڅول او همداراز يې د هرات پوهنتون په شرعياتو او اسلامي علومو پوهنځي په چوکاټ او د فقهې او قضايي علومو په څانګه کې د ماسټرۍ د پيل کېدو زېری ورکړ.

د هرات ولايت د استيناف محکمې د رياست استازي قضاوتمند محمودالحسن روحاني ستاژرانو ته د دې بريا مبارکي وويله او هغه يې د استادانو د زړه سوي وړ زحمتونو پايله وبلله.

ورپسې د هرات ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس څارنمل خواجه عبدالحق احمدي، د هرات ولايت د عدليې رييس پوهيالي سيد غلام‌احمد رحماني، د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد پوهنيار نصيراحمد صالحي او په لويديز زون کې د مدافع وکيلانو د خپلواکې ټولنې د نمايندګۍ رييس احمد رفيع نادري برياليو ستاژرانو ته د بريا د مبارکۍ تر څنګ د ستاژ د دې دورې په بريا کې د هرات پوهنتون د استادانو او حقوقي کلينيک کليدي رول د ارزښت وړ وباله.

په پای کې د دې دورې برياليو ته د يادګار په توګه د عدالت مډالونه ډالۍ کړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS