د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي محصلینو د خپلو استادانو په ملتیا کندهار ولایت ته د کنډا فروټ پروسس کمپنۍ د مختلفو برخو لیدنې په موخه علمي سفر تر سره کړ!

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۵:۵۹
jdfkskj

د هلمند د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي محصلینو یاد علمي سفر له وړاندې پلان شوی و، چې موخه یې د کندهار ولایت د کنډا فروټ پروسس کمپنۍ مختلفو برخو (Packing house , Pre Cooling , Cold Storage,  Fumigation and Microbiology Lab) سره د محصلینو بلدتیا او لیدنه وه، ترڅو محصلین د علمي او تخنیکي پوهې زیاتوالي ترڅنګ د یادو برخو عملي بڼو سره بلد شي. 
د غه علمي سفر، چي د استاد پوهنمل دوکتور عاشق الله "عاطف" تر علمي لارښوونې او څارنې لاندې تر سره شو د ښاغلي عاطف او د کنډا فروټ پروسس کمپنۍ تخنیکي ټیم له لورې محصلینو ته د (بسته بندۍ، مخکې سړېدنې، سړې زخیرې، قرنطین، مایکرو بیالوژي لابرتوار) او د کمپنۍ نورو برخو په اړه لازم علمي او تخنیکي معلومات وړاندې شول.
د هلنمد د لوړو زده کړو مؤسسې د کرنې پوهنځي محصلینو د یاد علمي سفر مثبت ترسراوي په اړه خوښي وښوده او د داسې سفرونو د دوام غوښتنې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې د سفر جریان او زده کړیز توکي به د خپلو نورو محصلینو شریکي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS