د هلمند پوهنتون ۱۰ اداري خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې له ۹۶ ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس حافظ انجنیر روح الله روحاني په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي په حضور کې د هلمند پوهنتون اداري خالي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.
یاد پلاوي او د هلمند پوهنتون مسؤلینو ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې هر څوک به د خپل لیاقت او وړتیا پر اساس اړوندو خالي بستونو ته لار پیداکړي.