د هيواد ټول تحصيلي بنسټونه د لېندی له اتمی نیټی د کب تر ۱۵ روخصت دي

baqir_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۰:۱
ل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د رسنیو په مرکز کې د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د تحصیلي بنسټونو روخصتول د کرونا د دویمې څپې پراختیا او په پوهنتونونو کې د ګرمولو د وسایلو نشتون یاد کړ.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر، د رسنیو په مرکز کې په روخصتیو کې د حضوري او غیر حضوري درسونو پر څرنګوالي رڼا واچوله او ويې ویل: د کرونا د دویمې څپې زیاتیدل، د هوا یخوالی او په پوهنتونونو کې د ګرمولو د امکاناتو نشتوالي د دې لامل شو څو د دولت کابینه د لړم په ۲۶مه نیټه د تحصیلي بنسټونو د روخصتولو پرېکړه وکړي .

هغه وویل د دې پریکړې له مخې به د هیواد په ټولو تحصیلي موسسو او پوهنتونونو کې ۹ ګوني موارد مرعي الاجرا وي.

۱ - د دې پرېکړې پر بنسټ به د لیندې له ۸ نېټې د کب تر ۱۵ د هېواد ټول دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه روخصت وي او په ټولو برخو کې به د لیسانس او فوق لیسانس په کچه په شبانه او روزانه توګه غیر حضوري درسونه ( د تشدیدي درسونو غیر حضوري پروګرام) به د دې پرېکړې پر بنسټ پر لار واچوي.

۲- هغه پوهنتونونه چې درسونه يې د لیندې تر اتمې نیټې پورې بشپړ کړي وي د روغتیايي شرایطو د برابریدا په صورت کې کولای شي چې د ۱۳۹۹ کال د کب له پنځلسمې نېټې د خپلو ازموینو مهال ویش برابر او تطبیق کړي.

۳- د ۱۳۹۹ کال هغه تحصیلي بنسټونه چې د دویم سمستر خپلې درسي برنامې يې د لړم له ۳ نیټې څخه پيل شوي دي او د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د لیندې له اتمې نیټې د کب تر ۱۵ نیټې روخصت دي، د روخصتیو له پای ته رسیدو وروسته د تشدیدي حضوري درسونو په تطبیق مکلف دي.

۴د هیواد ټول تحصیلي بنسټونه څو د روخصتیو له ختمیدو وروسته د کب له ۱۵ نیټې د څلور اونیو په موده کې د روغتیايي شرایطو د برابریدا په صورت کې خپل تشدیدي او چټک درسونه د زماني جدول سره سم چې د دوی په اختیار کې به ورکړل شي عملي کړي.

۵ - د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو علمي شوراګانې دې د فوق العاده ناستو په تشکیلولو سره یوځل بیا د هغې لیږل شوې طرحې دتطبیق لپاره ټول موارد او غوښتنې په پام کې ونیسي، چې د غیر حضوري سمسترونو لپاره ورته لیږل شوې ده او ټولې غوښتنې دې د پوهنځيو او څانګو په کچه په نظر کې ونیسي.

۶ټول پوهنځي او څانګې مکلفې دي تر څو د غیر حضوري درسونو د سیستم د اغیزمنې استفادې ملاتړ وکړي او د د غیر حضوري درسونو د دایریدا لپاره دې زمینه برابره کړي.

۷ - ټولې څانګې دنده لري تر څو د پورته پریکړوپه ابلاغولو سره ټول استادان، محصلان، او کارمندان د درسونو برنامې، درسي توکي، پروژې او کورني عملي کارونه د زده کړییز مدیریت د طرح شوو غوښتنو په پام کې نیولو سره څنګه چې د کرونا د کړکیچ په ورځو کې يې د ۸\ ۲ \ ۱۳۹۹نیټه د محصلانو په اختیار کې ورکړې وه، د محصلانو د لاسرسي څخه ډآډ ترلاسه کړي.

۸ - ټولې څانګې دنده لري څو هغو محصلانو ته چې د حضوري او غیر حضوري درسونو لپاره زیاتې لارښوونې ته اړتیا لري د google class room, zoom, Helm Canvasنور وسایل په ن‌ظر کې ونیسي، په ځانګړې توګه نویو شاملو شوو محصلانو ته د ۸ / ۲ / ۱۳۹۹ نیټې څخه مخکې زده کړه ییزې ناستې برابرې کړي او د یاد سیستم په اړه د استفادې کولو په اړه د ستونزو په حل کې ډاډ ترلاسه کړي.

۹د یادې وعدې په اړه ټولې اکاډمیکې چارې باید د روغتیايي لارښوونو په پام کې نیولوسره مراعات شي.

د دې کنفرانس په پای کې د لوړو زده کړو وزیر یو ځل بیا د ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو څخه وغوښتل چې ټول درسي مواد په آنلاین او فزیکي توګه د محصلانو په واک کې ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS