د هېواد تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې برخې د رياضي، فزيک، کيميا او بيولوژي څانګو د تحصيلي نصاب د بيا کتني او پراختيا دویم پړاو کلسټر پيل شو
د کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر په اړه معلومات ورکړل، ریاضي، فزیک، کیمیا او بیالوژي یې د ټولو ساینسي او تجربي علومو لپاره اساس وبلل او زیاته یې کړل چې د ساینس او تجربي علومو برخه کې د نړۍ اوسني پرمتختګونو کې د مسلمان عالمانو رول له یونانیانو او غربيانو په پرتله زیات او بنسټیز دی او دا خبره خپله غربیان هم مني.
او د کلسټر له ګډونوالو یې وغوښتل چې په نصابونو کې نړیوال معیارونه، ملي او دیني ارزښتونه او د ټولنې غوښتنې په پام کې ونیسي.
همدارنګه د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهنوال داود شاه فاروق د کلسټر د کار بڼه تشریح کړه او ویې ویل چې د دې کلسټر د پنځو کاري ورځو په موده کې به د ښوونې او رزونې پوهنځيو استادان، ملي کمیسیون غړي او اړوندو ادارو مسلکي استازي پر نصاب کار وکړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۶هـ.ق د جمادي الاخرة ١٣مه
۱۴۰۳ هـ.ش د لیندۍ ٢٥ مه
۲۰۲۴ م د ډسمبر ١٥ مه