د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو (۳۰ ) تنه استادان په پاکستان کې د ۱۵ ورځني علمي ورکشاپ کې له ګډون کولو وروسته هېواد ته راستانه شول

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۴۰
rfjidssd

په همدې تړاو هغه غونډه، چې په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو د تنظيم او بهرنیو اړيکو  رئيس نظر محمد عرفان د علمي سفر څخه راستانه شویو استادانو ته ښه راغلاست وویل او هغوی د صلحې سفيران او د هيواد ملي او معنوي شتمني وبلله
ورپسې يو شمېر استادانو په خپل وار سره خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه د دې ډول پروګرامونو تنظيمولو مننه وکړه، همداراز يې د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو د تنظيم او بهرنیو اړيکو رئيس سره د ياد سيمينار د لاسته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل او ژمنه يې وکړه، چې د عملي کولو او تطبيقولو په برخه کې به يې جدي هڅي وکړي.
د يادې غونډې په دوام کې د بورسونو د تنظيم او بهرنيو اړيکو ریاست د فوق ليسانس بورسونو د تنظيم آمر مطیع الحق حنان خبرې وکړې، او زیاته يې کړه چې راتلونکي کې به پوره هڅې وکړې، چې مشخصو او مسلکي برخو کې دا ډول ښوونېز پروګرامونه تنظيم او بېلابېلو هېوادونو ته لا ډېر استادان ولېږي.
د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو د تنظيم او بهرنيو اړيکو رئيس نظر محمد عرفان د یادو استادانو نظریاتو او  وړاندېزونو له اورېدو ورسته، یادو نظریاتو او وړاندېزونو ته د رسېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته يې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري په بېلابېلو علمي او څېړنیزو برخو ډېر کارونه په پام کې لري، چې نژدي راتلونکي کې به پلي شي.

نېټه: دوشنبه
۱۱/۵/۱۴۴۴ هـ ق ۱۴/۹/۱۴۰۱ هـ ش ۵/۱۲/۲۰۲۲ م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS