د هېواد د تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او کانونو، ځمک پوهنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پای ته ورسېد.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۹:۱۱
rdsdg

د یاد کلسټر په پایناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل چې پر تحصیلي نصاب کار کول، جاریه صدقه ده او تر څو چې له جوړ شوي نصاب څخه ګټه اخیستل کېږي، ټولو استادانو او متخصصینو ته به یې ثواب رسیږي. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین  پر واحد او معیاري تحصیلي نصاب د ټینګار تر څنګ، وویل چې د ځمکې هغه برخې سرشاره معدني زېرمې لري، چې اسلام ورته رسېدلی دی. نوموړي د افغانستان د معدني زېرمو او د هېواد د اقتصادي بډاینې په برخه کې د هغو پر ارزښت خبرې وکړې او په اوسنیو شرایطو کې یې د کانونو کيندنه مهمه اړتیا وبلله. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د تحصیلي بنسټونو استادانو او اړوندو ادارو مختصصینو ته د شته ستونزو د حل او په ټولو تحصیلي بنسټونو کې د دوی له لوري جوړ شوي نصاب د تدریس کولو ډاډ ورکړ. 

همدا راز د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد ۵ ورځني کلسټر په اړه د معلومات تر څنګ، د کلسټر ګډونوالو له صادقانه کار څخه مننه وکړه. 

وروسته د هرې پوهنځی استازي د خپل ۵ ورځني کار پایله، خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل. 

نېټه: پنج شنبه
۱۴۴۴/۵/۱۴هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۷.ش ۲۰۲۲/۱۲/۸م  
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS