د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ساینس پوهنځی (ریاضی، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر په بریالۍ توګه پای ته ورسېد.

۱۴۴۴/۱/۲۷
۱۴۰۱/۶/۳
د دغه کلسټر په پایناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د هر مسلک متخصصین د هماغه برخې اهل خلک وبلل او له مختلفو پوهنتونونو او ادارو څخه یې د ساینس برخې راغلو متخصصینو له مخلصانه کار څخه مننه وکړه.
وروسته د ساینس پوهنځی (ریاضی، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو کلسټرونو استازو د خپل ۵ ورځني ټیمي کار پایلې شریکې او د اړوندو پوهنځيو ستونزې او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
همدارنګه د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی دوکتور عبدالجبار څپاند د یاد کلسټر هر اړخیزه ارزونه وکړه او ناسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.