د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ټولنیزو علومو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو.

د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ټولنیز علوم د ټولنې د سالمې روزنې اساس وبلل او زیاته یې کړه چې هر علم د انسان په درک، فهم او اخلاقو اغېزه کوي، خو د ټولنیزو علومو هره برخه تربیه ده.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې زموږ ټولنه په هر حالت کې خپل ارزښتونه پالي او په هېڅ قیمت یې نه پرېږدي. دغه راز نوموړي د یاد کلسټر له ګډونوالو وغوښتل چې د خپل تاریخ، کلتور او ارزښتونو سره سم تحصیلي نصاب ترتیب او د هېواد د تحصیلي نظام لپاره بنسټیزو خدمت وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې د یوه ملت او هېواد واقعي پرمختګ په معیاري او پرمختللي تحصیلي نصاب پورې تړلی او زیاته یې کړه چې د یاد کلسټر لپاره د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو سربېره، د مختلفو ادارو مختصصین هم رابلل شوي، چې د پنځو کاري ورځو په جریان کې به د ټولنیزو علومو پوهنځيو پر تحصیلي نصاب کار وکړي.
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی محمد داود شېرزاد د یاد کلسټر د کار بڼې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نېټه: یکشنبه