د هېواد د پوهنتونونو د معالجوي طب د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر په لوړو زده کړو وزارت کې په بریالۍ توګه پای ته ورسېد

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۱۲:۴۳
U

۱۴۰۰کال، د کب ۵مه
د هېواد د پوهنتونونو د معالجوي طب د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا دویم دور کلسټر په لوړو زده کړو وزارت کې په بریالۍ توګه پای ته ورسېد. 
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د یاد کلسټر غړو ته په خطاب کې وویل: «تاسو د ټولنې لپاره یو بنیادي کار کوئ او ستاسو په لاس اصلاح شوی نصاب به د هېواد په پوهنتونونو کې تدریسږي.»
دغه راز نوموړي له دې امله خوښي وښوده، چې موږ په خپل هېواد کې د نصاب د اصلاح او جوړونې لپاره استادان او پوهان لرو او د یاد کلسټر له ټولو غړو یې د زړه له کومي مننه وکړه.  
په یاد کلسټر کې له اجنډا سره سم د معالجوي طب څلورو ډیسپلین او داخلې، جراحي، پارا کلنیک او بېسیک ساینس په څانګو کې، د 5 ورځو په جریان کې بحث وشو او د کلسټر په پای کې د ټولو کمېټو د کار پایلې توحید او د نهایي کېدو په موخه درېیم دور کلسټر ته ولېږدل شوې. 
د یادولو وړ ده چې په دغه کلسټر کې شاوخوا 154 کسانو ګډون کړی وو.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS