د وزارت مرکزي شعبو لپاره د ۱۲ قلمه فرنیچر او اجناسو د تدارک او ترتیب پروژه

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ شمېره:  MOHE/1400/G-3077

لوړو زده کړو وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت مرکزي شعبو د ۱۲قلمه فرنیچر او اجناسو د تدارک او ترتیب پروژې د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي چې داوطلبۍ شمېره یې MOHE/1400/G-3077 وي او خپل سرتړلي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د ا.ا.ج تدارکاتو قانون او چلنلارې سره سم وړاندې کړي.

د شرطپاڼې ترلاسه کولو پته:

 شرطپاڼه له www.npa.gov.af ،www.ageops.net   انټرنټي پاڼې او د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کولای شئ او د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۰/۴/۱۹، د سهار ۱۰بجو پورې ده. ناوخته رارسېدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۹، د شنبې په ورځ د سهار په ۱۰بجو د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست کې تر سره کېږي چې د کابل په درېیمه ناحیه، کارته چهار سیمه کې موقعیت لري.

د آفر د ضمانت بیه (۱۱۰۰۰۰) یو سل او لس زره افغانۍ چې د ګرنټي بانک په توګه او یا هم نغدې پیسې دي.

د آفر د ضمانت وخت باید د آفر د باور له وخت څخه ۲۸ ورځې زیات وي، یانې آفر له پرانیستنې وروسته ۱۱۸ ورځې د باور وړ وي.

بانکي ضمانت باید د بانکي ضمانت له فورم څخه په ګټه اخیستنې د شرطپاڼې اتمې برخې سره سم وړاندې شي چې د ضمانتونو فورمونه پکې شامل دي. دغه راز د داوطلبۍ شمېره د اړوندې پروژې نېټه او د آفر د ضمانت کچه او ټول متنونه یې باید کره وي او لاسوهنه پکې نه وي شوې.

د آفر ضمانت باید د شرکت په خپل نامه وړاندې شي چې په جواز پاڼه کې یې ذکر وي. کاپي او سکن یې د باور وړ نه دي باید اصلي یې ورکړل شي. که چېرې داوطلبان په ګډه توګه وي نو باید د آفر ضمانت یې د شریکانو په نامه وي او د شریکانو لاسلیک او ټاپه اړینه ده

یادونه: د داوطلبۍ د خبرتیا او داوطلبۍ د اسنادو نېټه د شرطپاڼې سره سم د باور وړ دی او له داوطلبۍ مخکې ناسته د ۱۴۰۰ کال، د چنګاښ په ۵مه، د سهار په ۱۰ بجو د تدارکاتو د ناستو په صالون کې تر سره کېږي.

 د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۱۴۰۷۸

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۳۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت په . . .

Back to tenders