د پرانیستې حکومتولي د اوونۍ په پار په کابل پوهنتون کې علمي سمینار جوړ شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۴:۳۴
g

دغه سمینار چې د پرانیستې حکومتولۍ په اړه و، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش، د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام، د پرانیستې حکومتولۍ سکرتریت استازو، د کابل پوهنتون رییس، د دغه پوهنتون د زدکړیالانو چارو مرستیال، د پوهنځيو رییسانو، امرینو او یو شمېر زدکړیالانو ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د پرانیستې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ هڅې وستایلې او ویې ویل چې د پرانیستې حکومتولۍ ستراتیژي څلور برخې لري، چې نړیواله مرسته، د حکومت پالیسۍ، د تجربو شریکول او ژمنې پکې شاملې دي. دغه راز هغه وویل چې لوړو زده کړو وزارت د پرانیستې حکومتولۍ په پلي کولو کې مخکښ دی او د دغه وزارت وروستیو لاسته راوړنو ته یې اشاره وکړه؛ ویې ویل چې موږ تر دې مهال ۷۱ نصابونه نوي کړي او پر نورو هم کار روان دی، ډېری سیسټمونه مو برېښنایي کړي او له پولې هاخوا (بهرنیو) اسنادو د طی مراحل، د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو او همدارنګه د بورسونو په انلاین او برېښنایي سیسټم هم کار روان دی.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دوکتور محمد عثمان بابري پرانیستې حکومتولي د ډموکراټیکو دولتونو جدي اړتیا وبلله او ویې ویل، چې د هېواد تحصیلي بنسټونه د دغه ډول حکومتولۍ په پلي کولو کې مهم رول لوبولی شي او په دې برخه کې باید د استادانو او زدکړیالانو له ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي. هغه زیاته کړه، چې کابل پوهنتون د پرانیستې حکومتولۍ په برخه کې له یاد سکرتریت سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.

همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام، د پرانیستې حکومتولۍ سکرتریت امر صبغت الله صبیر د پرانیستې حکومتولۍ په اړه له ګډونوالو سره خپل معلومات شریک کړل. هغه وویل افغانستان په ۱۳۹۵ کال کې د پرانیستې حکومتولۍ غړیتوب تر لاسه کړ، چې په لومړۍ ملي عمل پروګرام کې ۱۳ او په دویم ملي عمل پروګرام کې ۱۸ ژمنې شاملې وې، چې په بریالۍ توګه پلي شوې او په درېیم ملي عمل پروګرام کې هم ګټورې او د اړتیا پر بنسټ ژمنې په پام کې نیول شوي دي.

سمینار د ګډونوالو په پوښتنو او د پرانیستې حکومتولۍ په اړه په بحث او د نظرونو په شریکولو سره پای ته ورسېد.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS