د پروان پوهنتون د مسلکي پرمختګ ( PDC ) مرکز د پېژندنې پروګرام جوړ شو

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۸:۲۳
g

د پروان پوهنتون بېلابېلو ټولګیو استازو لپاره د دغه پوهنتون لخوا د مسلکي پرمختګ ( PDC ) مرکز د پېژندنې پروګرام جوړ شو.

په دغه پروګرام کې د پروان پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهندوی ډاکټر سید مبین هاشمي د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له لوري په دولتي بنسټونو کې د مسلکي پرمختګ مرکزونو د جوړولو پاملرنې له کبله مننه وکړه او د دغو مرکزونو د ارزښت په اړه یې معلومات ورکړل.

دغه راز له محصلینو یې وغوښتل چې تر خپلې وسې له دغو مرکزونو د خپلې وړتیا لوړولو او ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ګټه پورته کړي. وروسته د یاد مرکز سرپرستې پوهنیار سیاه موی غوري د دغه مرکز د کاري لایحې، کاري مقاومت او په دغه مرکز کې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل. پروګرام د ګډونوالو د پوښتنو له ځوابولو او د PDC مرکز د بېلابېلو برخو تر کتلو وروسته پای ته ورسېد.

د یادولو وړ ده چې د پروان پوهنتون مسلکي پرمختګ مرکز؛ له هغو ۱۴ مرکزونو دی چې تېره اونۍ د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له لوري په انلاین توګه پرانیستل شو.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS