د پروان پوهنتون ۱۵ خالي اداري بستونو لپاره له ۱۱۸۳ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له لوري، چې د دغه وزارت حقوقي سلاکار شیخ عبدالله سیحان او همدارنګه د وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري یې غړیتوب درلود د پروان پوهنتون د مسؤلینو په حضور کې واخیستل شوه.
د ازموینې د پیل پرمهال یاد پلاوي ګډونوالو ته د شفافیت ډاډ ورکړ او همدا راز یې یادونه وکړه، چې د ازموینو دغه پروسه د هېواد په ټولو امارتي پوهنتونونو کې دوام لري او لوړو زده کړو وزارت غواړي، چې اړوندو خالي بستونو ته د ازاد رقابت له لارې وړ او مستعد کسان لار پیدا کړي.