د پوليتخنيک پوهنتون د پنځه کلن ستراتيژيک پلان له پاره د چاپېريالي تحليل ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳ - ۶:۲
g

د پولي تخنیک پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له پاره نن په کابل کې د چاپېریال څېړنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر، د دې ورکشاپ د پرانیستې په غونډه کې له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د مننې په ترڅ کې وویل، پوهنتونه خپلو موخو ته د رسېدو او تشخیص له پاره د ستراتیژیک پلان جوړول یو مهم کار دی.

هغه څرګنده کړه چې له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د یو فني او تخنیکي پوهنتون په توګه تمه کیږي، د هېواد له بنسټیزو لومړیتوبونو سره سم چې معدنونه، صنعت، اوبه، کرنه ،چاپېریال ساتنه، انرژي او نورې برخې پکې شاملېږي؛ د خپلو علمي څېړنو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي او په دې اړه مشخصې طرحې ولري.

 د لوړو زده کړو وزیر وویل چې د یاد پلان په جوړښت کې د اړوند ادارو مشورې او پر مخکې  د پرتو خنډونو پېژندل مهم دي  او په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه د لوړو زده کړو وزارت درېیم ستراتیژیک پلان هم د روان کال تر پایه بشپړېږي. د لوړو زده کړو د وزیر په وینا د مارکیټ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کیدو او  هېواد د پوهنتونونو تحقيق او څېړنه د بازار تقاضا ته په پام مهم او بنسټيز کارونه دي چې د هېواد د پوهنتونونو په ستراتیژیکو پلانون کې باید ورته توجه وشي.

ډاکتر عباس بصیر د ظرفیتونو پر لوړولو او د تحصیلي بنسټونو پر جذب ټینګار وکړ اود تحصیلي بنسټونو له مسئولینو يې وغوښتل چې د وزارت له مقام سره خپلې طرحې د لازمو اقداماتو د نيولو له پاره شریکې کړي.

همداراز د کابل  پولي تخنیک پوهنتون ريیس پوهنوال عبدالرشید اقبال وویل چې نوی ستراتیژيک پلان  له مخکیني پلان سره توپير لري او دا پلان په داسې حال کې ترتیبېږي چې کابل پولي تخنیک پوهنتون خپل اکاډمیک باور ترلاسه کړی دی او کولای شي له اوسنیو اړتیاوو سره سم او راتلونکو پنځو کلونو له پاره خپل پروګرامونه ترتیب کړي.

د یادونې وړ ده چې د دوه ورځني ورکشاپ په بهیر کې ګډونوالو په بېلابېلو ګروپونو کې د ستراتیژیک پلان په اساسي کرښو کار وکړ چې د وزارت مقام له رهبرۍ سره تر توحید او انسجام وروسته  شریکېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS