د پوهنتونونو د ژورنالیزم او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو تحصیلي نصابونو د بیاکتنې او پراختیا ملي پروګرام لومړی دور کلستر جوړ شو

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۹:۳۱
ل

د هېواد د پوهنتونونو د ژبو او ادبیاتو او ژورنالیزم پوهنځیو د بېلابېلو څانګو د تحصیلي نصابونو د بیاکتنې او پراختیا لومړی دور کلستر نن د روغتیايي تدابیرو په پام کې نیولو سره د لوړو زده کړو په وزارت کې پیل شو.

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر د علمي پروګرامونو پراختیا ریاست او هغو استادانو څخه مننه وکړه چې په دې سختو امنیتي او روغتیايي شرایطو کې د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا لپاره راټول شوي او ویې ویل چې د منځپانګې له مخې د کار بازار او وخت اړتیاوو سره د لوړو زده کړو سیستم عیارول د پرمختګ او ودې غوښتنه ده او که چېرې د لوړو زده کړو نظام د ټولنې له شرایطو سره عیار نه کړو‌؛ لوړې زده کړې به څنډې ته شي نو اړتیا ده چې په هرو څو مودو کې د کار بازار او ټولنې له غوښتنو سره سم پر نصاب بیاکتنه وشي او پراختیا ورکړو.

لوړو زده کړو وزیر همدارنګه د نصاب د بیاکتنې پروګرامونو کې د ادارو او اړوندو بنسټونو استازو پر ګډون د ټینګار ترڅنګ له استادانو او د ملي نصاب کمېسیون له غړو وغوښتل چې د منځپانګې له اړخه نصاب پیاوړی کړي، پر شاګرد محورۍ او پایله محورۍ باندې په کره توګه کار وکړي، د مقالې لیکلو او څېړنې اصول د زدکړیالانو تر منځ بنسټیز کړي.

ورپسې د لوړو زده کړو علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په ټولنه کې د ژبو او ادبیاتو او ژورنالیزم څانګو کلتوري او علمي اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د نصاب بیا کتنې پروسه د ټاکل شوي پلان پر بنسټ یو بل پسې ترسره او د منځپانګې له اړخه د کار د بازار او اړینو معیارونو له مخې لازم کار کېږي.

هغه همدارنګه په پروګرام کې له شاملو استادانو څخه وغوښتل چې د نصاب له پروسې سره د یوه ملي پروګرام په توګه چلند وکړي او په بشپړ مسولیت او رسالت کار وکړي او دا باور رامنځته کړي چې د نن کار پایله له پرون څخه غوره ده.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د علمي پروګرامونو پراختیا رییس پوهندوی علي جان عادل د هېواد د ژبو او ادبیاتو او ژورنالیزم پوهنځیو بېلابېلو څانګو د نصاب بیا کتنې پروسې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دې پروسه کې د یادو پوهنځیو شاوخوا ۱۹ څانګو باندې بیا کتنه کېږي چې لومړی دور به یې ۵ ورځې وخت ونیسي.

د تحصیلي نصابونو نوي کول او بیاکتنې پروسه د لوړو زده کړو وزارت له مهمو او بنسټيزو پروګرامونو څخه دی. د ۱۶۵ تحصیلي څانګو څخه تر اوسه ۷۱ تحصیلي څانګو بیاکتنه شوې او د روان کال په بهیر کې به د پاتې تحصیلي څانګو بیا کتنه د استادانو، اړوندو ادارو استازو، خصوصي سکتور او ملي نصاب کمېسیون غړو په همکارۍ بشپړ شي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS