د پکتیا پوهنتون انجنيري پوهنځی له بېلابېلو څانګو څخه ۲۲۴ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په یاده فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه، د پوهنتون مسؤلینو او محصلينو د کورنیو غړیو ترڅنګ د پکتیا ولایت د یو شمېر ادارو استازو هم ګډون کړی وو.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه فارغو محصلينو او د هغوی کورنيو ته د فراغت مبارکي وويله او همداراز یې فارغانو ته په خطاب کې وویل، چې لېسانس مرحله د لوړو زده کړو ابتدايي مرحله ده او په علمي برخو کې لا نورې هلې ځلې وکړئ.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې لېسانس مرحلې تاسو ته د ماسټرۍ، دوکتورا او بېلابېلو برخو کې دڅېړنې دروازې خلاصې کړې او له تاسو هيله کېږي، چې لا نور هم د علم لار تعقیب او د علم په برخه کې مثبت ګامونه واخلئ.
په غونډه کې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي پکتیا پوهنتون لپاره د لسګونه کسانو روزنه او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کول د ویاړ ځای وباله او د لوړو زده کړو وزارت علمي معين او د غونډې ګډونوالو ته یې د ښه راغلاست وینا وکړه.
په پای کې یاد مراسم د ډالــیو، ستاینلیکونو او تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېدل.