د کابل"ابوعلی ابن سینا" طبي علومو پوهنتون د طبي تجهیزاتو تکنالوجي کمیونټي کالج خبرتیا!
د کابل"ابوعلی ابن سینا" طبي علومو پوهنتون د طبي تجهیزاتو تکنالوجي کمیونټي کالج د 1399 لمریز تحصیلي کال لپاره نوي محصلین مني.
د نوم لیکنې فورمې تر لاسه کولو نیټه: د 1399 لمریز کال د زمری )اسد( میاشی 4 می نیټې څخه د وږی )سنبله) میاشتې 5 مې نیټې پورې.
د بشپړ شویو سندونو د منلو وروستۍ نیټه: د وږی میاشتې 10 مه نیټه.
د شمولیت معیارونه:
• د دولسم ټولګي شهادتنامه چې د پوهنې وزارت لخوا تایید شوې وي.
• په اوسط ډول د لیسې په دوره کې شپیته سلنه) 60%( نمرو درلودل.
• د کمیونیټي کالج پروګرام په ځانګړي کانکور ازموینه کې بریالیتوب.
اړین معلومات
- د نوم لیکنی د فورمی قیمت 400 افغانی دی.
- دا پروګرام پنځه سمستره یا دوه نیم کاله دی چی هر سمستر یی څلور میاشتی دی او وروستی (پنځم) سمستر یی د کار زده کړی موده ده.
- درسی ټایم یی له مازیګر ۴ بجو څخه تر ماښام ۷ بجو پوری(شپی ټایم) دی.
- د هر سمستر فیس 10,000 افغانی دی.
د لا ډیرو معلوماتو لپاره د لاندی شمیرو سره اړیکه ټینګه کړی:
0770011505 - 0780632925
پته: د طبی تجهیزاتو تکنالوژی کمیونتی کالج، د کابل ابوعلی ابن سینا طبی علوم پوهنتون ، جمال مینه، کابل - افغانستان