د کابل طبي، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د اسلامي ثقافت، امامانو او مبلغینو نويو بستونو ازموینه واخیستل شوه.
له نړیوالو ژبو سره د ګډونوالو د بلدتیا په موخه ازموینه کې شاوخوا ۳۵۰ داوطلبان ګډون کړی و.
یاده ازموینه په کمپيوټري بڼه په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې واخیستل شوه. د یاد پوهنتون د علمي مرستیال پوهاند جمشید رشیدي په وینا په دغه ازموینه کې د هېڅ ډول جعل او تقلب ځای نشته.
د یادولو وړه ده چې په دې ازموینه کې بریالي کسان به تخصصي ازموینې ته لار پیداکوي، چې په نیږدې راتلونکي کې به واخیستل شي.