د کابل طبي علومو ( ابو علي ابن سينا ) پوهنتون تدارکاتي خبرتیا !

Publish Date
Closing Date
موضوع: د 1402هـ ش کال لپاره د کابل د طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" او د دې ریاست اړوند تدریسي روغتونونو لپاره د اړتیا وړ 99 قلمه قرطاسیه او د تنظیفاتي موادو د پروژې د قرارداد خبرتیا.
په دې توګه د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د 2 فقرې په اساس د کابل طبي علومو( ابو علي ابن سينا) پوهنتون ریاست په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته خبر ورکوي،
چې د کابل طبي علومو " ابو علي ا بن سینا " پوهنتون ریاست په پام کې لري، د کابل د طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" او د دې ریاست اړوند تدریسي روغتونونو لپاره د اړتیا وړ 99 قلمه قرطاسیه او د تنظیفاتي موادو د پروژې قرارداد د عزیز احمدزي لوژیستکي شرکت ته په (2826568) دوه میلیونه، اته سوه شپږویشت زره، پنځه سوه او اته شپیته افغانۍ په قرار داد ورکړي.
ټول هغه حکمي او حقیقي اشخاص، چې په دې برخه هر ډول اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراض دې د اعلان د نشر څخه تر اوه (۷) کاري ورځو پورې دلایلو سره په لیکلي بڼه د کابل طبي علومو پوهنتون "ابو علي ابن سینا" ریاست ته، چې په څلورمه کارته کې موقیعت لري، د تدارکاتو قانون پنڅوسمې مادې سره سم وسپاري.
دا خبرتیا د قرار داد د ورکړې په معنی نه ده او قرارداد به د قانوني طی مراحلو او د ذکر شوې نیټې پای ته رسیدو نه مخکې ترسره نشي.