د کابل طبي علومو ( ابو علي سینا) پوهنتون په چوکاټ کې د طبي انجینرۍ ډیپارټمنټ (Biomedical Engineering) او د یاد ډیپارټمنټ لخوا له وخت مخکې زېږېدلو ماشومانو د ساتنې ماشین (انکوباتور) د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه لخوا پرانیستل شو.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۳۳
dgsdhrrrrrrrr6666668584

په کابل طبي علومو پوهنتون کې د طبي ډیپارټمنټ او انکوباتور ماشین پرانیستې لپاره غونډه جوړه شوې وه، چې د کابل طبي علومو پوهنتون رهبرۍ سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي معین هم پکې ګډون کړی و. علمي معین د یاد ډیپارټمنټ پرانیستل پرمختګ وباله او ویې ویل چې راځئ یو بل ته لاس ورکړو او مخته لاړ شو ترڅو له دنیا والو سره سیالي وکړو او په دې علمي برخه کې نظام ستاسو پوره ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د وزارت لخوا په ټولو تحصیلي بنسټونو کې څېړنیز معاونیتونه رامنځته شول، الحمدالله وروسته له دې به محصلین په تحصیلي بنسټونو کې د نورو چارو ترڅنګ څېړنیزې پروژې هم پرمخ وړي.
ورپسې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني د طبي انجینرۍ پر ارزښت وغږید او وویل چې د افغانستان طبي ټولنه د ورته ډیپارټمنټونو رامنځته کولو ته اړتیا لري او ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې وروسته له دې به د طبي انجینرۍ لیسانس محصلین ټولنې ته وړاندې کړو او دا لاسته راوړنه دې ټولو ته مبارک وي.
همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون علمي معاون پوهاند نجیب الله امرخیل د متخصصو کسانو پر روزلو ټینګار وکړ او وویل چې د ماشینرۍ ترڅنګ باید متخصص کسان ولرو چې د نوموړو ماشینونو په ترمیم، ډیزاین او نصب پوه وي.
وروسته د یاد ډیپارټمنټ امر انجینر فیصل د ډیپارټمنټ رامنځته کولو پر موخو، امکاناتو، لاسته راوړنو، ستونزو او حل لارو پرزینټیشن ورکړ.
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین یاد ډیپارټمنټ او انکوباتور ماشین د پټۍ په پریکولو پرانیست او همدارنګه يې له هغو ماشینونو څخه لیدنه وکړه چې په دغه څانګه کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.
نېټه:  سه شنبه ۱/۱۲/۱۴۴۴ هـ ق ۳۰/۳/۱۴۰۲ هـ ش ۲۰/۶/۲۰۲۳ م

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS