د کابل طبي علومو پوهنتون برحاله ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
په همدې مناسبت په کابل طبي علومو پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد د طبابت پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «د طب علم په ټولو علومو کې لوړ مقام لري، ځکه په وسیله یې د انسان ژوند ژغورل کېږي.»
نوموړي محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې له وخت څخه سمه ګټه واخلي او د خپلو درسونو او پرمتخګ لپاره منظم پلان جوړ کړي.
همدارنګه په یاده ستاینغونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاری محمد یونس راشد او د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه پلاوي محصلین په درسونو کې زیار ته وهڅول او ترې ویې غوښتل چې په راتلونکې کې د هېواد روغتیایي ډګر په پښو ودروي.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلینو له ډلې د طب، ستوماتولوژي، روغتیایي تکمیلي علومو، عامې روغتیا او نرسنګ پوهنځیو ۹۰ تنه محصلینو ته، چې لوړې درجې یې تر لاسه کړې وې، د پوهنتون ادارې له لوري ترتیب شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.