د کابل طبي علومو پوهنتون صدري او قلبي وعایي تدریسي روغتون ډاکټرانو په لومړي ځل د زړه په سوري اخته ناروغ د زړه پرانیستي عملیات په بریالي ډول ترسره کړل.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۷:۴۷
FGFDG

د زړه په سوري اخته ناروغۍ اخته منصور خان له ګڼو ستونزو او کمزوري اقتصادي حالت وروسته د درملنې په موخه له ننګرهار ولایت څخه صدري او قلبي وعایي روغتون ته د درملنې په موخه راغلی و، چې د دغه روغتون د کادري او تجربه لرونکو ډاکټرانو له خوا یې د زړه پرانیسی عملیات په بریالیتوب ډول تر سره شول. 
د کابل طبی علومو پوهنتون د صدري او قلبي وعایي روغتون د ا.ا.ا له حاکمیت ورسته د پام وړ لاسته روړنې لري، چې د دغه روغتون د رهبرۍ او ډاکټرانو د دوامداره هڅو په پایله کې یې د تشخیص او درملنې په برخه کې هېوادوالو ته غوره اسانتیاوې برابرې کړې دي. 
د یاد عملیات جراح ډاکټر او د کابل طبي علومو پوهنتون استاد پوهنیار دوکتور احمد فواد وردګ د ناروغ د روغتیا او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: «دغه عملیات د کابل طبي علومو پوهنتون د جراحي ډېپارټمنټ او د صدري او قلبي وعايي تدریسي روغتون د پرسونل له لوري په بریالي ډول ترسره او ناروغ کامله روغتیا لري.»  
د یاد تدریسي روغتون د جراحي ډيپارټمنټ امر پوهاند دوکتور محمد سلیم توانا د یاد روغتون د موجوده ظرفیت، فعالیتونو، ستونزو او وروستي عملیاتو په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې په صدري او قلبي وعایي روغتون کې مختلف عملیات ترسره کېږي او وروستی عملیات هم د پېرل شویو وسایلو په واسطه ترسره شول. نوموړي زیاته کړه چې ځينې عملیات د وسایلو د نشت له امله نشي ترسره کېدای چې دې برخې ته باید جدي پاملرنه وشي. 
د صدري او قلبي وعایي روغتون رئیس دوکتور عبدالکبیر په وینا، که د ا.ا.ا او د ملي او بین المللي بنسټونو مسؤلین د یاد روغتون په تجهیز او پیاوړتیا کې همکاري وکړي، نو دغه روغتون به د خپلو تجربه لرونکو کادرونو پر مټ وکولی شي د زړه هر ډول عملیات، په خپل هېواد کې ترسره کړي. 
د صدري او قلبي وعایي روغتون کې د ماشومانو او لویانو د زړه داخله، د سینې داخله، د زړه او سینې جراحي ډيپارټمنټونو سربېره د زړه د تشخیص مرکز کې د CT سکین، ایکوکاردیوګرافي، الټراساؤنډ، ATT، ایکس رې، ECG، BMD، میموګرافي، لابراتوار او درملتون شامل دي، چې د ځوانو ډاکټرانو روزنې ترڅنګ، هېواد والو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل پوهنتون کې د اسد ۲۴مه، فتحې ورځ ولمانځل شوه

 

د فتحې ورځې د لمانځنې په پار جوړه شوې علمي ـ ثقافتي غونډه کې، چې سلګونو علماء کرامو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست پلاوي د تخار او سمنګان پوهنتونونو ارزونه پیل کړه

 

یاد پلاوی به د خپلې ارزونې په ترڅ کې د تخار پوهنتون د اعتبار ورکولو درېیمې مرحلې او همدا راز د سمنګان پوهنتون دویمې مرحلې ارزونې په موخه د یادو پوهنتونونو د علمي، اداري او تدریسي. . .

BACK TO NEWS