د کابل طبي علومو پوهنتون صدري او قلبي وعایي تدریسي روغتون ډاکټرانو په لومړي ځل د زړه په سوري اخته ناروغ د زړه پرانیستي عملیات په بریالي ډول ترسره کړل.

eshaq_admin
Wed, Oct 05 2022 7:47 AM
FGFDG

د زړه په سوري اخته ناروغۍ اخته منصور خان له ګڼو ستونزو او کمزوري اقتصادي حالت وروسته د درملنې په موخه له ننګرهار ولایت څخه صدري او قلبي وعایي روغتون ته د درملنې په موخه راغلی و، چې د دغه روغتون د کادري او تجربه لرونکو ډاکټرانو له خوا یې د زړه پرانیسی عملیات په بریالیتوب ډول تر سره شول. 
د کابل طبی علومو پوهنتون د صدري او قلبي وعایي روغتون د ا.ا.ا له حاکمیت ورسته د پام وړ لاسته روړنې لري، چې د دغه روغتون د رهبرۍ او ډاکټرانو د دوامداره هڅو په پایله کې یې د تشخیص او درملنې په برخه کې هېوادوالو ته غوره اسانتیاوې برابرې کړې دي. 
د یاد عملیات جراح ډاکټر او د کابل طبي علومو پوهنتون استاد پوهنیار دوکتور احمد فواد وردګ د ناروغ د روغتیا او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: «دغه عملیات د کابل طبي علومو پوهنتون د جراحي ډېپارټمنټ او د صدري او قلبي وعايي تدریسي روغتون د پرسونل له لوري په بریالي ډول ترسره او ناروغ کامله روغتیا لري.»  
د یاد تدریسي روغتون د جراحي ډيپارټمنټ امر پوهاند دوکتور محمد سلیم توانا د یاد روغتون د موجوده ظرفیت، فعالیتونو، ستونزو او وروستي عملیاتو په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې په صدري او قلبي وعایي روغتون کې مختلف عملیات ترسره کېږي او وروستی عملیات هم د پېرل شویو وسایلو په واسطه ترسره شول. نوموړي زیاته کړه چې ځينې عملیات د وسایلو د نشت له امله نشي ترسره کېدای چې دې برخې ته باید جدي پاملرنه وشي. 
د صدري او قلبي وعایي روغتون رئیس دوکتور عبدالکبیر په وینا، که د ا.ا.ا او د ملي او بین المللي بنسټونو مسؤلین د یاد روغتون په تجهیز او پیاوړتیا کې همکاري وکړي، نو دغه روغتون به د خپلو تجربه لرونکو کادرونو پر مټ وکولی شي د زړه هر ډول عملیات، په خپل هېواد کې ترسره کړي. 
د صدري او قلبي وعایي روغتون کې د ماشومانو او لویانو د زړه داخله، د سینې داخله، د زړه او سینې جراحي ډيپارټمنټونو سربېره د زړه د تشخیص مرکز کې د CT سکین، ایکوکاردیوګرافي، الټراساؤنډ، ATT، ایکس رې، ECG، BMD، میموګرافي، لابراتوار او درملتون شامل دي، چې د ځوانو ډاکټرانو روزنې ترڅنګ، هېواد والو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS