د کابل طبي پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ افغانستان کې ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته د پام وړ لاسته راوړنې لرلي،

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۱:۵۹
fhfgh

د کابل طبي پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ افغانستان کې ا.ا.ا له واکمنۍ وروسته د پام وړ لاسته راوړنې لرلي، چې د دغه انستیتیوت د رهبرۍ او روغتیايي پرسونل د هڅو په پایله کې هېوادوالو ته د تشخیص او درملنې ښه زمینه برابره شوه.
د دغه انسټېټیوټ د فعال پرسونل د دوامداره هڅو په مرسته مجهزه عملیات خونه او د (PDA) عملیات شروع شول. همداراز د زړه د خلاصو عملیاتو لپاره د روغتون طبي پرسونل ته بېلابېل ټریننګونه په لاره اچول شوي او د دغې عملیاتو لپاره یې د Heart lung ماشین اخیتسې او نصب کړی دی.
د یاد ماشین سربېره، د انستیزي ماشین، د عملیات خونې لایټونه او لسګونه نور وسایل رانیولي دي، چې اوس مهال یاد انسټېټيوټ د زړه د خلاصو عملیاتو لپاره په ټولو وسایلو سمبال او اماده دی. 
د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ توانېدلی دی، چې د 49 میلیونه افغانیو په ارزښت بې سرنوشته سامان آلات د (ETO ، دیالایزس Electro cautery, sternal saw cardiac monitor) په شمول مهم وسایل ګټې اخېستنې ته وسپاري.
دغه انسټېټيوټ په اوایلو کې (30) بستره لرل، چې د مسؤلینو په هڅو یې د بسترو شمېر (50) ته ورسېده. همدارنګه د ناروغیو د تشخیص او ښه روغتیایې خدماتو وړاندې کولو په موخه د لابراتوار تجهيز ته کامله پاملرنه وشوه، چې هېماتولوژي، هورموني، بیوشیمي او نورو معایناتو لپاره ماشینونه خریداري او د هېوادوالو د ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۹:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند ولایت عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب هلمند ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت د ازموینو تنظیم، نظم او شفافیت ستاینه وکړه او د ازموینو ښه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په نیمروز ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو څخه لیدنه او څارنه وکړه

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت دیني مدرسو او جامعاتو د عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو بهیر څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS