د کابل طبي پوهنتون د پنځو څانګو د علمي کادر تخصصي ازموینه واخیستل شوه

په دې ازموینه کې، ۲۶ تنو نوماندانو د کابل طبي پوهنتون د بېلابېلو څانګو، د ایپیډیمولوژي، داخلي ستوماتولوژي، بهرنۍ سینه، کیمیا او رفتاري علومو بستونو لپاره سیالي وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست د تقرر او انفکاک امر حمیدالله عابد د ازموینې د څارنې او ارزونې پر مهال د پروسې د شفافیت په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.