د کابل پولي تخنيک، د غزني تخنيکي، د باميان او پنجشير پوهنتونونو د علمي کادر بستونو د شموليت تخصصي ازموينه واخېستل شوه.

1443/10/6
1401/2/17
د کابل پولي تخنيک، د غزني تخنيکي، د باميان او پنجشير پوهنتونونو د علمي کادر بستونو د شموليت تخصصي ازموينه واخېستل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفيعاتو رياست سرپرست رئيس استاد حميدالله عابد، د اکاډميکو چارو د نظارت او ارزيابۍ رئيس پوهندوی دوکتور محمد ولي حنيف او د لوړو زده کړو وزارت مشاورينو په داسې حال کې چې ازموينې ته د پرچو برابرولو او د ازموينې نظارت يې کولو، د ازموينې ګډون والو ته مؤفقيت هيله وښوده او د امتحان د پروسې د شفافيت په اړه يې ډاډ ورکړ.
په دې ازموينه کې د پورتنيو پوهنتونونو د انجنيرۍ د (۲۰) بېلابېلو څانګو لپاره د علمي کادر په بستونو کې د شاملېدو په موخه (۱۲۰) کانديدانو څخه ازموينه واخېستل شوه.
دغو کاندیدانو د نړیوالو ژبو د ازموینې وروسته تخصصي ازموینه ورکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفيعاتو سرپرست رئيس حميدالله عابد د پوهنتونونو د استادانو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د تعليم او تحصيل په ډګر کې د کاميابۍ لپاره هڅې وکړو.