د کابل پولي تخنيک پوهنتون قرارداد ورکولو تصميم نيونې خبرتیا !
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د اړونده شعبو د اړتیا وړ (۹۳) قلمه قرطاسیه باب، تنظیفاتي توکو، پرنټر، فوټوکاپي ماشينونو رنګونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ تجهیزاتو پروژې قرارداد د براق انټرنیشنل د تجارتي او لوژيستيکي خدمتونو شرکت او کامرس انټرنیشنل لميټډ ته د جې وې په بڼه، چې د جواز نمبر یې (0101-18825-D44597) دی، د کابل مرکز حاجي یعقوب څلورلاري، ځدران مارکيټ کې موقعيت لري، په ټول (۶۶۴۸۹۰۰) شپږ میلیونه شپږ سوه اته څلويښت زره او نهه سوه افغانيو په قيمت ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د کابل پولي تخنيک پوهنتون ریاست ته چې پنځمه ناحيه، مامورينو کارته کابل ـ افغانستان کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.