د کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز او د wi fi zone پروژه پرانيستل شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۲:۵۴
g

 د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د Wi Fi zone  پروژه نن د لوړو زده کړو وزیر لخوا پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز پروژې له پرانیستلو سره چې د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام (HEDP) په مالي مرسته د څه دپاسه ۳۵ میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ په لګښت او د دغه پوهنتون د Wi Fi zone پروژه د شاوخوا دوه میلیون افغانیو په لګښت د اترا ادارې په مرسته جوړه شوې ده، د پوهنتون ټولو برخو ته د چټک انټرنټ برابرولو، د پوهنتون د بېلابېلو برخو د شبکه جوړونې، په پرمختللو وسایلو د ټولګیو سمبالولو او د انټرنټي خدماتو د سم مدیربت په برخه کې د استادانو او محصلانو لپاره اسانتیاوې برابروي.

په هغه محفل کې چې په همدې اړه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر د یادو پروژو له پرانیستنې څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې زموږ یو اساسي پروګرام له معلوماتي ټکنالوژي څخه په ګټې له روزنیز محوري څخه تحقیق محوري ته د لوړو زده د نظام بدلول دي.

نوموړي زیاته کړه:"د ورته مرکزونو اغېزناکتیا به هغه مهال ښه او غوره وي چې له دغو مرکزونو څخه د څېړنیزو او روزنیزو پروګرامونو په برخه کې سمه ګټه واخیستلی شو."

د لوړو زده کړو وزیر همدارنګه د یادو پروژو د بشپړولو په پار د لوړو زده کړو د پراختیا پروګرام له دفتر (HEDP)، اترا ادارې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت همکارانو څخه مننه وکړه او د یو لړ طرحو او پروګرامونو یادونه یې هم وکړه چې پر بنسټ یې لوی پوهنتونونه د خپلو روزنیزو فعالیتونو له مخې د هېواد په پرمختګ او پراختیا کې رول ولوبوي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد درویش د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکزونو د رامنځته کولو د موخو په اړه وینا وکړه او ویې ویل چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مرکزونو د رامنځته کولو پروګرام له ۲۰۱۶ کال راپدېخوا په څوارلس تحصیلي بنسټونو کې پیل شو چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د وروستي مرکز له رامنځته کولو سره دغه پروګرام پای ته ورسېد.

نوموړي وویل چې د دغو مرکزونو له لارې په لومړي ګام کې د پوهنتون ټولې برخې له انټرنټي شبکې سره نښلول کېږي او په نورو پړاوونو کې به د هېواد له نورو پوهنتونونو او بیا د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د انټرنټ له لارې ونښلول شي.

همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشر پوهنوال عبدالرشید اقبال د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د تحصیلي بنسټونو په تېره بیا د کابل پولي تخنیک پوهنتون ودې او پراختیا ته پاملرنه کوي. نوموړي یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

محفل د لوړو زده کړو وزیر او د دغه وزارت د مالي او اداري معین په مټ د یاد مرکز په پرانیستنې پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS