د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تړون ورکولو د پرېکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې د (۲مې) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د شپېځای (لیلیې) د زدکړیالانو د اړتیا وړ د (۱۹۸۴۵) کیلو ګرامه د غویي اعلی غوښې د پروژې چې MOHE/KPU/092/NCB ارتباطي شمېره لري، د بهرام زوی لمیټډ تجارتي شرکت سره تړون وکړي چې د (۲۱۹۲۹) جواز نمبر لرونکی دی.
پته: د حضوري چمن ته څېرمه د زاهد ولي مارکېټ مرکز- کابل- افغانستان په (۷۳۲۲۸۰۵) اووه میلیونه درې سوه او دوه ویشت زره او اته سوه او پنځه افغانۍ ټولیزې بیې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي کسان چې په دې اړه هر ډول نیوکه ولري، کولی شي خپله نیوکه د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د کابل پولي تخنیک پوهنتون ریاست ته وسپاري چې کارته مامورین پنځمه ناحیه کابل – افغانستان کې موقعیت لري.
دا خبرتیا د تړون کولو په مانا نه ده، د پورتنۍ مودې تر بشپړېدو او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نه شي.