د کابل پولی تخنیک پوهنتون تدارکاتي خبرتیا

baqir_admin
ل

Publish Date

Closing Date

د کابل پولی تخنیک پوهنتون ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې په داوطلبانه ټوګه د یاد پوهنتون د ۱۴۰۰ مالی کال د نقلیه وسایطو او جنراتورونو لپاره (۱۴۰۰۰) لیترو ډیزل تیلو او (۱۰۰۰۰) پطرول تیلو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړئ او اړوندې شرطپاڼې نقل په فلش یا ډسک میموري کې تر لاسه کړي او خپل آفرونه د شرطپاڼې او د تدارکاتو طرزالعمل له قانون سره سم د خبرتیا د خپریدو نیټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو په رسمي وخت د سهار(۱۰:۰۰)بجې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د مالی او اداري معاونیت دفتر ته په تړلې بڼه وړاندي کړې. د آفر تضمین د شرطپاڼې له مندرجو شرایطو سره سم د نغدي پیسو یا بانکې ګرانټې په بڼه دی. وروسته رسیدلې آفرونه او انټرنیتې آفرونه د منلو وړ نه دی. نو هغو شرکتونه ، دولتي تصدۍ او خصوصي متشبین او موسیسې چې د یاد تړون غوښتونکې دي خپل غوښتنلیک د کابل پولی تخنیک پوهنتون د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت پنځمي لیلیې (۳۰) نمبر اطاق ته وسپاري.

More tenders

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل پوليتخنیک پوهنتون قرارداد ورکونې د پرېکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د (۴۳مې) مادې له (۲مې)  فقرې سره سم ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د کابل پوليتخنیک پوهنتون په پام کې لري، د یاد پوهنتون د ۱۴۰۰لمريز مالي کال له پاره د محصلینو د . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۵:۲۵ کابل
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د پروژې سرلیک (د لوړو زده کړو وزارت د ورودي لارو د موټرو د زرهي دروازو امنیتي پروسې)

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره:  MOHE/99/NCB/w-020   

د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داو . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۷:۳۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

 سرلیک: د جوزجان پوهنتون د مشاورې مرکز د اړتیا وړ تجهیزاتو د برابرولو او تیاري پروژه:

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/WB-OFF/1400/NCB/G-006 د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو . . .

Back to tenders