د کابل پوهنتون تدارکاتي اعلان

Publish Date
Closing Date
P_ 01 ګڼې فورم
د ۱۴۰۰مالي کال لپاره د کابل پوهنتون (ودانیو، پلو لارو او شنې ساحې) د ودانیو ساتنې پروژې ۲۹ قلمه احجام.
د لوړو زده کړو وزارت، کابل پوهنتون ریاست ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۰مالي کال لپاره د کابل پوهنتون (ودانیو، پلو لارو او شنې ساحې) د ودانیو ساتنې پروژې ۲۹ قلمه احجامو، چې تشخیصیه نمبر یې MOHE/KU-1400/W-09 /NCB دی، ګډون وکړي او د شرطپاڼې د کاپي سافټ او اړوند آفر د خپل فلش په حافظه کې د کابل پوهنتون تړونونو مدیریت، تدارکاتو له آمریت څخه تر لاسه او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې له یاد شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون له چلنلارې سره سم په سرتړلې توګه ۱۴۰۰/۶/۴، د سهار تر ۱۰بجو د کابل پوهنتون تدارکاتو آمریت ته وسپاري چې د کابل د درېیمې ناحیې جمال مینې کارته سخي د علي آباد روغتون ته مخامخ موقعیت لري.
د آفر د ضمانت بیه (۶۷۱۳۷۰) شپږ سوه او یو اویا زره او درې سوه او اویا افغانۍ ده، چې د ګرنټي بانک په توګه ورکړل شي. د آفر د پرانیستنې ناسته د ۱۴۰۰/۴/۶ د یکشنبې په ورځ د سهار په ۱۰بجو د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.